170просмотров
10.8%от подписчиков
27 марта 2026 г.
Score: 187
د افغانستان د پخواني وژل شوي ولسمشر ډاکټر نجیبالله لور هیله نجیب وایي، د افغانستان په تړاو نړیوالو بحثونو او پلټفورمونو کې «فاسدې څېرې» د ګډون لپاره بلل کېږي. هغه وایي، د افغانستان په تړاو بحثونه پر «فساد ککړو سیاسي څېرو» انحصار کړې دي.
نوموړې د پوښتنې په ډول د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۲۶) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ایا نړیواله ټولنه له دې حالت څخه خبره ده؟». د هغې په وينا، دا پوښتنې لا هم پر ځای دي چې ولې هغه کسان چې په رښتينې توګه د جګړې او ناامنۍ له امله ځورېدلي دي په داسې ناستو کې ګډون نهلري او ولې هغه کسان چې د هغې په خبره «پر حقه خبرې کوي او پاک دي» خپل غږ نهپورته کوي.
د پخواني ولسمشر لور زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه له هغو بنسټونو څخه دي چې بايد دا پوښتنې له ځانونو سره مطرح کړي، څو د هغې په باور د تېر وخت تېروتنې بيا تکرار نهشي.
د هیله نجیب په خبره، د افغانانو چوپتيا په حقيقت کې د دغو بنسټونو د تګلارو او اجنډاوو پر وړاندې يو ځواب دی او دا ښيي، چې دا ډول چلند نور د خلکو لپاره د باور وړ نهدی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو کلونو کې د افغانستان په سياسي بهيرونو کې د نړيوالې ټولنې رول او د پرېکړو په کولو کې د خلکو د رښتينې ونډې اندازه تل د بحث او نيوکې لاندې پاتې شوې ده. هممهاله روانه اونۍ په لندن کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د طالبانو د مخالفانو تر منځ ناسته شوې چې ناندرۍ یې راپارولې دي. https://t.me/thegreatcaravaninfo88/20171